د کابل د شپږو دارالعلومونو له شاوخوا ۵۰۰ تنو طلابو څخه د ازاد رقابت ازموينه واخيستل شوه
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت اړوند دارالعلومونو ریاست له لوري، د کابل د شپږو مرکزي دارالعلومونو د شاوخوا ۵۰۰ تنو طلابو ترمنځ د صرف او نحوې په مضمونونو کې د ازاد علمي رقابت سیالي ترسره شوه.
یاده ازموینه د افغان، امام ابوحنیفه، عبدالله بن زبیر، حاجي چمن، کابل مرکزي دارالحفاظ او کابل عالي عربي دارالعلومونو له طلابو څخه په یو وخت، د کابل عالي عربي او امام ابوحنیفه دارالعلومونو په انګړونو کې واخیستل شوه.
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي د یادې سیالۍ په اړه وویل چې، د دغې ازموینې اساسي موخه د طلابو د علمي وړتیاوو لوړول، د زدهکړو بهیر ته د هغوى هڅول، د سالم علمي رقابت د کولتور پیاوړتیا او د طلابو د علمي وړتیاوو لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه:" دا لومړی ځل دی، چې د دارالعلومونو ریاست په نوښت د طلابو ترمنځ په دې بڼه د علمي سیالیو او ازموینو لړۍ پیلېږي او دا به د دیني زدهکړو د کیفیت لوړولو او د علمي استعدادونو د پېژندلو په برخه کې تر ټولو اغېزمنه ونډه ولري.
همدارنګه، د کابل عالي عربي دارالعلوم آمر محترم مولوي حمدالله نعماني د یادې ازموینې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دا سیالي د صرف او نحوې په مضمونونو کې د طلابو د علمي کچې او وړتیاوو د ارزونې او لا پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې علمي سیالۍ غوره او ممتازو ګډونوالو ته به د هغوی د هڅونې او لا زیاتې انګېزې رامنځته کولو په موخه ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شي.
