په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
SDAS

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت په همغږۍ، د یوه همکار بنسټ د ښوونیزې او روزنیزې ادارې له لوري جوړه شوې ده.
په دغه پروګرام کې د حفظ، تجوید او د قرآن عظیم‌الشان د دیني مضمونونو استادان ګډون لري، چې په ترڅ کې به یې هغوی ته د قرآن کریم د زده‌کړې او حفظ نوې او اسانه طریقې او میتودونه ور وښودل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۸:۵۷
Background image

په بادغیس کې یو شمېر ښوونځیو ته لابراتواري توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت له لوري د بادغیس ولایت۳۶ ښوونځیو ته درسي لابراتواري توکي، چې د ریاضي کڅوړې، د بیولوژي بستې، چارتونه، لابراتواري مېزونه او څوکۍ پکې شاملې دي، ووېشل شول.
همدارنګه د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۵۴
Background image

پکتیکا کې له یوه ښوونځي سره ۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند ابوذر غفاري «رضی الله عنه» منځني ښوونځي سره د یاد ښوونځي د والدینو شورا له لوري ۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
ټاکل شوې ده، چې یاده مرسته د ښوونځي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

BACK TO NEWS