په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
fgyhr

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي، کوم چې د سیمې یوه اوسېدونکي لخوا پوهنې ته وقف شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه وداني به د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ جوړه شي، چې لس درسي ټولګي، کتابتون او نور ملحقات به ولري.
د دغې ودانۍ په بشپړېدو سره به له ۳۵۰تنو څخه زیاتو طلابو ته د زده کړو مناسب چاپېریال او اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۳۸
Background image

د کابل ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ باغ علم لېسې د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره د پاکو اوبو د نشتون ستونزې حل په موخه، د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۶۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت په یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند سلطان شهاب‌الدین لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د ځايي خلکو لخوا د ۱۴۰ زره افغانیو په مالي مرسته وکیندل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وایي:«د. . .

BACK TO NEWS