په غور کې د څه کم ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د سیدآباد لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۲۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د دغه ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې افتتاح او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلاممحمد کاظم، د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې علم او پوهه د ټولنو د پرمختګ او ترقۍ بنسټ وباله او څرګنده یې کړه، چې له علم او پوهې پرته د پرمختګ او پراختیا لار نه هوارېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د ټولنې ټول وګړي مسوولیت لري، څو د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.
