په ننګرهار کې د دوو ښوونځیو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالآباد ښار کې د عبدالوکيل لېسې او د بهسودو ولسوالۍ د قلعه میرزا لېسې د ترمیم چارې د پوهنې وزارت له داخلي بودیجې څخه د ۲ میلیونه، ۶۴۱ زره او ۹۴۳ افغانیو په لګښت بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو دوو ښوونځیو په ترمیمي چارو کې د دوو پوړیزو ودانیو، کړکیو او دروازو ترمیم، د بامونو کاهګل کول، د تشنابونو عصري کول او نورې اړینې چارې شاملې وې.
