په خوست کې د نجونو د څلورو ښوونځیو د ساینسي تجربو، لاسي صنایعو او موډولونو نندارتونونه جوړ شول

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۴:۲۵
په خوست کې د نجونو د څلورو ښوونځیو د ساینسي تجربو، لاسي صنایعو او موډولونو نندارتونونه جوړ شول

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د نجونو د څلورو ښوونځیو زده کوونکو د ساینسي تجربو، لاسي صنایعو او موډولونو نندارتونونه جوړ کړل.
دغه نندارتونونه د پوهنې ریاست د ساینس مرکز په نوښت د مرکز او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د بي بي خدیجه، صدیقي روهي، پاینده خیلو او بي بي خدیجې د پټارې کلي د نجونو په ښوونځیو کې جوړ شوی ؤ چې د سیمې قومي مشرانو، دیني عالمانو او د زده کوونکو والدینو پکې ګډؤن کړی ؤ.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د بي بي خدیجې لیسې د ساینسي تجربو او د زده کوونکو لوري د جوړ شویو موډلونو د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل ، اوس تر بل هر وخت په خوست ولایت کې د نجونو پر عملي زده کړو تمرکز زیات شوی دی، سږ کال په لسګونه ښوونځیو دا ډول پروګرامونه جوړ شول او د لړۍ لا هم دوام لري.
ده وویل، هنرونه او موډولونه په یوه ټولنه کې ډېر ارزښت لري او یوې ټولنې په مثبت تغیر کې اغیزناک رول لري .
ښاغلی روښان زیاته کړه ، نجونې د ټولنې اکثریت تشکلیوي، حق لري چې د هر ډول تعلیمي اسانتیاوو زمینه ورته برابره شي او د ټولنې په مثبت بدلون کې عملا برخه واخلي.
همدارنګه د دغه ښوونځیو زده کوونکو خوښي ښوده چې دا ډول ګټورو برنامو زمینه ورته برابریږي، دوی ویل که امکانات ورته برابر شي دغه موډلونه به په عادي ژوند کې د استفادې لپاره هم اماده کړي .
د زده کوونکو له لوري ګډون والو ته تجربې په مفصل ډول تشریح اوعلمي کړل شوه . پروګرامونو په پای کې دغه ښوونځیو ته د ساینسي تجربو لپاره د لابراتوار لسګونه قلمه مواد ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS