"په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو" نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۴۵
123

د کابل ښار اړوند د خواجه عبدالله انصاري عالي لېسې په انګړ کې د پوهنې، عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو له لوري په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ "هر وخت کولای شو، پاک لاسونه ولرو" تر شعار لاندې و لمانځل شوه  او د ښوونځیو زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د ټابلېټونو د وېش مراسم هم پیل شول.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو د یو شمېر رئیسانو سربېره، د عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د نړیوالو بنسټونو استازو هم ګډون درلود.
مراسم د سپېڅلي کلام الله شریف د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد رحیم ایوب مېلمنو ته ښه راغلاست و وایه.
دغه راز نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين له مخې د پاکوالي او د ټولنې د وګړو د هوساینې او سلامتۍ په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال، د هېواد د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب ډاکټر ببرک زخمي د روغتیا له نظره د حفظ الصحې مراعاتولو ته په ځانګړې توګه د ښوونځیو د ماشومانو او زده کوونکو په اړه معلومات ورکړل او روښانه یې کړه، چې په ککړو لاسونو خواړه خوړل او د ناپاکو اوبو څښل په ټولنه کې معمولاً د تنفسي ناروغیو، ساري ناروغیو، کولرا، اسهال، کورونا، پولیو او داسې نورو ناروغیو لامل ګرځي، چې هر کال په نړۍ کې ګڼ شمېر ماشومان وژني.
د مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت استازي انجنیر احمد نوید شیون هم د ټولنې د خلکو ترمنځ د پاکۍ د ساتلو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې یاد وزارت د خپلو ځانګړو پروګرامونو په لاره اچولو سره د هېواد په کلیو او بانډو کې د شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې د پاکوالي فرهنګ ته وده ورکوي.
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) د مبارکو آیتونو او احادیثو په بیانولو سره د خلکو په ځانګړې توګه میندو ته د پاکۍ د ساتلو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې ښوونکي مکلف دي تر څو د تدريس تر څنګ په دوامداره توګه د زده کوونکو له شخصي حفظ الصحې ، نظافت او خوراک څارنه وکړي.
په پای کې مسئولینو او د غونډې ګډون والو په رسمي ډول د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د کولمو چنجیو د له منځه وړلو کمپاین په یو شمېر زده کوونکو باندې د ټابلیټونو په وېشلو سره پیل کړ.
یاد مراسم په اوبو او صابون د لاسونو په مینځلو او د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمد رحیم ایوب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS