"په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو" نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
Mon, Oct 16 2023 10:45 AM
123

د کابل ښار اړوند د خواجه عبدالله انصاري عالي لېسې په انګړ کې د پوهنې، عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو له لوري په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ "هر وخت کولای شو، پاک لاسونه ولرو" تر شعار لاندې و لمانځل شوه  او د ښوونځیو زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د ټابلېټونو د وېش مراسم هم پیل شول.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو د یو شمېر رئیسانو سربېره، د عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د نړیوالو بنسټونو استازو هم ګډون درلود.
مراسم د سپېڅلي کلام الله شریف د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد رحیم ایوب مېلمنو ته ښه راغلاست و وایه.
دغه راز نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين له مخې د پاکوالي او د ټولنې د وګړو د هوساینې او سلامتۍ په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال، د هېواد د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب ډاکټر ببرک زخمي د روغتیا له نظره د حفظ الصحې مراعاتولو ته په ځانګړې توګه د ښوونځیو د ماشومانو او زده کوونکو په اړه معلومات ورکړل او روښانه یې کړه، چې په ککړو لاسونو خواړه خوړل او د ناپاکو اوبو څښل په ټولنه کې معمولاً د تنفسي ناروغیو، ساري ناروغیو، کولرا، اسهال، کورونا، پولیو او داسې نورو ناروغیو لامل ګرځي، چې هر کال په نړۍ کې ګڼ شمېر ماشومان وژني.
د مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت استازي انجنیر احمد نوید شیون هم د ټولنې د خلکو ترمنځ د پاکۍ د ساتلو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې یاد وزارت د خپلو ځانګړو پروګرامونو په لاره اچولو سره د هېواد په کلیو او بانډو کې د شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې د پاکوالي فرهنګ ته وده ورکوي.
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) د مبارکو آیتونو او احادیثو په بیانولو سره د خلکو په ځانګړې توګه میندو ته د پاکۍ د ساتلو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې ښوونکي مکلف دي تر څو د تدريس تر څنګ په دوامداره توګه د زده کوونکو له شخصي حفظ الصحې ، نظافت او خوراک څارنه وکړي.
په پای کې مسئولینو او د غونډې ګډون والو په رسمي ډول د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د کولمو چنجیو د له منځه وړلو کمپاین په یو شمېر زده کوونکو باندې د ټابلیټونو په وېشلو سره پیل کړ.
یاد مراسم په اوبو او صابون د لاسونو په مینځلو او د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمد رحیم ایوب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS