لوګر کې د حی علی الفلاح دیني سیالۍ مخکښ زده کوونکي وستایل شول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۹:۳۳
لوګر کې د حی علی الفلاح دیني سیالۍ مخکښ زده کوونکي وستایل شول

په لوګر ولایت کې د حی علی الفلاح په نوم د سیرت پېژندنې په سیالۍ کې د لوړو نومرو ګټونکي زده کوونکي وستایل شول.
د نوموړو زده کوونکو د ستایلو په غونډه کې تدریسي مرستیالې مینې سادات، د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر احمد مهمند، دیني عالمانو، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
یادې سیالۍ یوه اوونۍ مخکې د لوګر نوین د خصوصي ښوونځي په مالي مرسته د نجونو او هلکانو په ۹۰ ښوونځیو کې په لاره اچول شوې وې.  
په نوموړو دیني سیالیو کې د ۲۰۰ نجونو په ګډون ۱۵۰۰ زده کوونکو پکې ګډون کړی و، چې د بیلا بیلو ټولګیو زده کوونکي وو.
په دغو سیالیو کې د محمدي دارالعلوم زده کوونکي ثناء الله لومړۍ، د لوګر نوین خصوصي ښوونځي زده کوونکي سمیع الله دویم او د دارلهدیٰ خصوصي ښوونځي زده کوونکي عبدالقهار دریم مقامونه خپل کړي دي.
د غونډې په پای کې یاد درې مخکښ او دغه راز ۳۳ نور زده کوونکي د لوګر نوین د خصوصي لېسې له خوا پر ستاینلیکونو او بیلا بیلو سوغاتونو وستایل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS