له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
جوزجان
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: قاري شکرالله د دغه ولایت خیرخواه شخصیت په خپلو شخصي پيسو یې د دغه ولايت په مرکز کې د جنګل اریغ هلکانو ليسې ویجاړي شوي برخي یې ورغولې، درسي ټولګي یې رنګ او غالۍ یې ورته واخیستې .
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد د دغه قاري شکرالله د کړنو د ستاينې په ترڅ کې له شتمنو خلکو وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معينيت نغدي مرستې یې په مزارشريف ښار کې د خصوصي مدارسو او دارالحفاظونو پر مسوولينو ووېشلې او په دې غونډه کې يې د پوهنې وزارت له مسوولينو سره خبرې وکړې. چې هغوی د پوهنې په برخه کې د اسلامي امارت له مرستو مننه وکړه.
کندز:
د کندز د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر صالح محمد نېکمل له خپل ملګري پلاوي سره د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مسوولینو سره په کتنه کې د یادو ښوونځیو پر موجودیت، ساتنې او پالنې او پر اداري چارو یې ټینګار وکړ. په یاده ولسوالۍ کې یې د پوهنې د وسایلو د ساتنې په برخه کې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
لوګر
د یونیسف ادارې د لوګر ولایت د ۲۷۵ ښوونځیو د ۱۶زره زده کوونکو لپاره چمتو شوي درسي مواد او د لیکلو وسایل د پوهنې اړوندو آمریتونو ته وسپارل، ترڅو زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.
د لیکلو په دې وسایلو کې: کتابچې، قلمونه، پنسلونه، پنسل تراشونه شامل دي.
نیمروز
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني او ورسره مل پلاوي يې د سيستان د هلکانو له لېسې څخه ليدنه وکړه او د ولډنګ کولو ماشين چې د دغې لیسې د دوو تنو زده کوونکو له خوا جوړ شوی و د غونډې په ترڅ کې د دوی له هڅو او نوښتونو څخه ستاینه وشوه.
