د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د دوه بابه مدارسو له ودانیزو چاروڅخه لیدنه وشوه
د دیني مدارسو د ښوونیزو، ودانیزو او اداري فعالیتونو له بهیر څخه د څارنې په موخه، د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند له امام ابوحنیفه (رحمهالله) او احیاءالعلوم مدارسو څخه لیدنه وشوه او د یادو تعلیمي مرکزونو د ودانیزو چارو د پرمختګ او ښوونیزو فعالیتونو بهیر وڅېړل شو.
د خواهان ولسوالۍ په غوزان کلي کې د امام ابوحنیفه (رحمهالله) مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې د خلکو په مرسته، د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي، چې څلور درسي خونې، دوه تشنابونه او یو دهلېز لري او د جوړولو چارې یې شاوخوا ۵۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
همدارنګه، د یادې ولسوالۍ په حوضشاه کلي کې د احیاءالعلوم مدرسې لپاره د سیمې د خلکو لخوا په ۱.۱ میلیونه افغانیو لګښت سره احاطوي دېوال جوړ شوی او د لمریزې برېښنا یو سیسټم یې هم فعال شوی دی.
