د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د دوه بابه مدارسو له ودانیزو چاروڅخه لیدنه وشوه

media-moe
Sat, Oct 03 2026 11:56 AM
56454

د دیني مدارسو د ښوونیزو، ودانیزو او اداري فعالیتونو له بهیر څخه د څارنې په موخه، د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند له امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) او احیاءالعلوم مدارسو څخه لیدنه وشوه او د یادو تعلیمي مرکزونو د ودانیزو چارو د پرمختګ او ښوونیزو فعالیتونو بهیر وڅېړل شو.
د خواهان ولسوالۍ په غوزان کلي کې د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې د خلکو په مرسته، د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي، چې څلور درسي خونې، دوه تشنابونه او یو دهلېز لري او د جوړولو چارې یې شاوخوا ۵۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
همدارنګه، د یادې ولسوالۍ په حوض‌شاه کلي کې د احیاءالعلوم مدرسې لپاره د سیمې د خلکو لخوا په ۱.۱ میلیونه افغانیو لګښت سره احاطوي دېوال جوړ شوی او د لمریزې برېښنا یو سیسټم یې هم فعال شوی دی.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS