له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Tue, Nov 22 2022 2:34 PM
شسیبل

جوزجان
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: قاري شکرالله د دغه ولایت خیرخواه شخصیت په خپلو شخصي پيسو یې د دغه ولايت په مرکز کې د جنګل اریغ هلکانو ليسې ویجاړي شوي برخي یې ورغولې، درسي ټولګي یې رنګ او غالۍ یې ورته واخیستې  .
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد د دغه قاري شکرالله د کړنو د ستاينې په ترڅ کې له شتمنو خلکو وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معينيت نغدي مرستې یې په مزارشريف ښار کې د خصوصي مدارسو او دارالحفاظونو پر مسوولينو ووېشلې او په دې غونډه کې يې د پوهنې وزارت له مسوولينو سره خبرې وکړې. چې هغوی د پوهنې په برخه کې د اسلامي امارت له مرستو مننه وکړه.
کندز:
د کندز د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر صالح محمد نېکمل له خپل ملګري پلاوي سره د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مسوولینو سره په کتنه کې د یادو ښوونځیو پر موجودیت، ساتنې او پالنې او پر اداري چارو یې ټینګار وکړ. په یاده ولسوالۍ کې یې د پوهنې د وسایلو د ساتنې په برخه کې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
لوګر
د یونیسف ادارې د لوګر ولایت د ۲۷۵ ښوونځیو د ۱۶زره زده کوونکو لپاره چمتو شوي درسي مواد او د لیکلو وسایل د پوهنې اړوندو آمریتونو ته وسپارل، ترڅو زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.
د لیکلو په دې وسایلو کې: کتابچې، قلمونه، پنسلونه، پنسل تراشونه شامل دي.
نیمروز
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني او ورسره مل پلاوي يې د سيستان د هلکانو له لېسې څخه ليدنه وکړه  او د ولډنګ کولو ماشين چې د دغې لیسې د دوو تنو زده کوونکو له خوا جوړ شوی و د غونډې په ترڅ کې د دوی له هڅو او نوښتونو څخه ستاینه وشوه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS