له ولایتونو د پوهنې لنډ خبرونه
غزني
د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ د پوهنې دوست یو تن هیوادوال احمد فرهاد اخلاصي له خپلو شخصي پیسو څخه، د چهل دختران، ششپر علي لېسو او کارېز ابتدايي ښوونځي د ادارې لپاره د ۷۵ زره افغانیو په ارزښت یو کمپیوټر او پرېنټر مرسته وکړه.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پوهنې دغه مينه وال، په غزني ولايت کې له ١٧ ښوونځيو سره ورته مرستې کړې دي.
لوګر
د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د کاتب خېلو عالي لېسې پر انګړ د ځايي خلکو په مالي مرسته جغل واچول شو.
د یادې لېسې انګړ دوه جرېبه مساحت لري او په ترمیم یې ۴۷ زره افغانۍ لګښت راغلی.
د پوهنې رياست د ځايي خلکو د دوستۍ له امله مننه وکړه.
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د پوهنې یوې همکارې ادارې له لوري د ۴۹ زره افغانیو په ارزښت، د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو لېسې لپاره د اوبو یوه زېرمه چې په لمریزې برښنا او واټرپمپ وسایلو به سمبال وي، جوړیږي.
د یادې زېرمې د بنسټ ډبره د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني له لوري کېښودل شوه.
پکتیا
د پکتيا ولايت د ملي راډيو تلويزيون ولايتي دفتر، د یاد ولايت له پوهنې رياست سره د نوراني قاعدې د تفسير، تجويد او د قرآن کريم د تلاوت خپرولو تفاهم ليک لاسليک کړ.
د یادو خپرونو اساسي موخه، د ځوانانو او کورنیو ترمنځ د دیني پوهاوي د کچې لوړول دي.
