د کاپیسا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو
د زدهکوونکو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره، د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي ښار په عبدالله شهید عالي لېسه کې د یوې همکارې ادارې لخوا د ۶۵ متره په ژوروالي د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو او د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سربېره پردې، د دغې لېسې لپاره د انرژۍ او څښاک پاکو اوبو چمتو کولو لپاره ۸ تختې ۵۵۰ واټه لمرینې شیشې او د اوبو پمپ هم اخیستل شوي او نصب شوي دي.
