پکتیکا ولایت کې د ۳۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه
د پکتیکا ولایت جانيخېلو ولسوالۍ اړوند نعمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ د ۳۴۵ زره افغانیو په لګښت د خلکو په مالي ملاتړ جوړه او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، دغه ودانۍ ۶ درسي خونې او یو تالار لري او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنیزنظام د پیاوړتیا لپاره لا زیاته همکاري وکړي.
