رسنیز بلنلیک
د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د ياد ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم د پوهنې وزارت مشرتابه، د کابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو، علماء کرامو او يو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې جوړ کړي.
له قدرمنو خبریالانو څخه په درنښت هیله کېږي، چې د یادو مراسمو د خبري پوښښ په برخه کې له موږ سره ګډون او همکاري وکړي.
وخت: سبا چهارشنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال، د لړم/ عقرب میاشتې ۲۰مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې;
ځای: کارته چهار، د لاجورد اوبو حوض مخې ته، د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو ریاست او د خدماتو ریاست د ورکشاپ انګړ;
د اړیکو شمېرې:
۰۷۹۹۱۱۸۳۳۶
۰۷۷۹۴۸۷۹۴۴
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
