د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس بادغیس ولایت ته سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۵
asdasd

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس محترم مولوي عتیق الله مؤذن د خپل کاري سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي صدیق الله محسن سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پلاوي د سفر پر موخو او د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست پر ښوونیز، مالي او اداري وضعیت تفصيلي خبرې وشوې.
ياد پلاوي، د اداري قوانینو او اصولو پر رعایتولو، د نافذه کړنلارو پر تطبیق، د پوهنې ریاست په مالي او اداري چارو کې پر څارنې، روڼتیا او نورو اړوندو موضوعاتو ټینګار وکړ.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د داخلي تفتیش، مالي او اداري، خدماتو، تدارکاتو او د قراردادونو او قوانینو برخو ۳۰ تنو کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه څلور ورځنۍ مسلکي او روزنیزه برنامه هم پیل کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د ياد ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم د پوهنې وزارت مشرتابه، د کابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو، علماء کرامو او يو شمېر نورو مېلمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس محترم مولوي عتیق الله مؤذن د خپل کاري سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي صدیق الله محسن سره وکتل.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، د تشکیلاتو اړوندو چارو ترسره کولو او د زابل ولایت د ښوونیزو مرکزونو د ښوونکو، مدرسینو او اداري کارکوونکو د کمښت د ستونزو حل په. . .

BACK TO NEWS