رسنیز بلنلیک
ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یومالفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵/۲۱ل)نېټه، چهارشنبې ورځ، د سهار ۹:۰۰ بجې؛
پته: یاد مراسم په جلا جلا ډول په لاندې دوو ځایونو کې ترسره کېږي:
۱. حبیبیه لېسه، د دارالامان سړک؛
۲. غازي لېسه، د لوړو زده کړو وزارت ته له رسېدو وړاندې؛
د ټولو رسنیو له درنو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د یادو شاندارو مراسمو په رسنیز پوښښ کې زمونږ سره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
