په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زدهکوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه
د لغمان ولایت د دولتشاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زدهکوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زدهکوونکو ګډون درلود.
د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو ته د ښوونځیو د ساتونکو د دندو او مسوولیتونو، کړنلارې، موخو او اړوند قانون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او تشرېح شول.
د غونډې موخه د ښوونځیو د ساتونکو په اړه د ښوونکو او زدهکوونکو د پوهاوي لوړول او د هغوی د دندو، مسوولیتونو او کاري اصولو په اړه د لازمې لارښوونې وړاندې کول بلل شوې ده.
