د څو ولایتونو له پوهنې ډګره لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۲:۲۲
 gfff

ننګرهار

د پوهنې يوې ملاتړ ادارې په ننګرهار ولايت کې د ۲۸ زره ډالرو په ارزښت، د ياد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د استقلال عالي لېسې لپاره د اوبو ذخیره او اړين محلقات ورغول.

د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د یادې ادارې له مرستو مننه وکړه.

کندز

په دې وروستيو کې مولوي عبدالحليم د کندوز ولايت د ج/هادي مدرسې د مهتمم په توګه وګمارل شو او د هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د ياد ولايت پوهنې مشرتابه او د ولايت مقام مرستيال مولوي عبدالغفور شهيدزوی ګډون درلود؛ خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.

کابل

د کابل ولايت پوهنې رياست وايي: د ياد رياست له بوديجې څخه د ۱۶۱ زره ۴۵۳ افغانيو په ارزښت، د دغه رياست د مرکزي دفترونو اداري وسايل ترميم او ورغول شول.

نيمروز

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د چهار برجک ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو اداري او تدریسي چارې له نيږدې وکتلې او د کړنو لاښه والي په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د ياد ریاست په څانګو کې د ۵ تش بستونو د ډکولو په موخه، له نوماندانو رقابتي آزموینه واخیسته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS