د پوهنې وزارت محترم سرپرست په رسمي سفر پروان ولایت ته لاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۳۹
457

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر پروان ولایت ته لاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس او چارواکو سره یې په یوه غونډه کې، د پوهنیز کیفیت لاښه والي، په اداري چارو کې د اصلاحاتو او تعلیمي نظام کې د امکاناتو اغېزمنې کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ.

ورپسې د پوهنې وزارت محترم سرپرست د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي سره په ګډه، له یو شمېر ښوونځیو او عربي دارالعلوم څخه لیدنه وکړه او طالب‌العلمانو ته یې په خطاب کې وویل: "اوس هغه وخت رارسېدلی چې، د کمیت څخه ورهاخوا د کیفیت پر لور حرکت وکړو. کومه ټولنه چې روښانه راتلونکې غواړي، باید باکیفیته پوهنه، مسلکي ښوونکي او نوښتګر زده‌کوونکي ولري."

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت به د سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ، په پروان ولایت کې د تعلیمي بهیر لاپیاوړتیا لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا د ځانګړي استعداد خاوند زده‌کوونکی وستایل شو

ښاغلی سمیع الله، د ښوونځي یو تن بااستعداده زده‌کوونکی چې د ریاضياتو په برخه کې ځانګړی ذکاوت لري، د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شو.

لومړی د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۶
Background image

د کاپیسا ولایت په امنیې قومانداني کې د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې سوادۍ له منځه وړلو او په ټولنه کې د زده‌کړې پیاوړتیا په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د امنیې قومانداني اړوند ۲۹ تنو کارکوونکو او خدمتي منسوبینو لپاره د سواد زده‌کړې یو نوی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانیزې چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ په سمیندره کلي کې د عبدالله مصرع لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د سیمه ییزو چارواکو، قومي مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.

د ښوونځی. . .

BACK TO NEWS