د پوهنې وزارت محترم سرپرست په رسمي سفر پروان ولایت ته لاړ

media-moe
Mon, Jul 21 2025 10:39 AM
457

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر پروان ولایت ته لاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس او چارواکو سره یې په یوه غونډه کې، د پوهنیز کیفیت لاښه والي، په اداري چارو کې د اصلاحاتو او تعلیمي نظام کې د امکاناتو اغېزمنې کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ.

ورپسې د پوهنې وزارت محترم سرپرست د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي سره په ګډه، له یو شمېر ښوونځیو او عربي دارالعلوم څخه لیدنه وکړه او طالب‌العلمانو ته یې په خطاب کې وویل: "اوس هغه وخت رارسېدلی چې، د کمیت څخه ورهاخوا د کیفیت پر لور حرکت وکړو. کومه ټولنه چې روښانه راتلونکې غواړي، باید باکیفیته پوهنه، مسلکي ښوونکي او نوښتګر زده‌کوونکي ولري."

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت به د سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ، په پروان ولایت کې د تعلیمي بهیر لاپیاوړتیا لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS