په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳
ش\شط\ظط

«د ارزونې د اجراآتو لارښود، پلان جوړونې او راپور لیکنې» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې یو ورځنی مسلکي سیمینار، د لغمان ولایت مرکز کې د مسلکي پراختیا علمي غړو، مسئولینو، د ښوونځيو او مدارسو ۲۵۰ تنو اجرائیه مدیرانو لپاره پرانیستل شو.
د سیمینار په پیل کې د پوهنې مسؤلینو له ګډون‌والو وغوښتل، چې د اداري کارونو په پرمخ بیولو کې روڼتیا ته پام وکړي او د اسلامي.ا. د احکامو او فرامینو په پلي کولو کې هڅاند واوسي.
ویناوالو زیاته کړه، چې د اداري اصولو مراعاتول، د نبوي (صلی الله علیه وسلم) له سیرت او سنت څخه پیروي او له مراجعينو سره نېک چلند او ښه اخلاق د ټولو مشترکه دنده ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS