د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په دفتر کې د معیاري ازموینو تطبیق په موخه ځانګړې غونډه وشوه
              د پوهنې وزارت د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د معیاري ازموینو پروګرام پلي کولو په موخه، د کابل ښار اړوندو ښوونيزو ناحیو له آمرینو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وشوه.
په پیل کې د کیفیت تضمین محترم معین آمرینو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: (د معیاري ازموینو بورډ د یاد معینیت په نوښت او لارښوونه رامنځته شوی، چې بنسټیزه موخه یې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول دي.)
نوموړي زیاته کړه، که موږ وغواړو چې په راتلونکي کې یو ځواب ورکوونکی، پرمختللی او باکیفیته ښوونیز نظام ولرو؛ نو باید د تدریس بهیر او د آزموینو اخیستلو طریقې معیاري کړو.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د پورته ذکر شوي بورډ یو تن کارپوه له لوري، د معیاري آزموینو په تړاو علمي او تخصصي پرېزنټېشن وړاندې شو، چې ورپسې د اړوندې موضوع په باب د ګډون والو ترمنځ مېتودیکي او تخصصي بحثونه هم ترسره شول.
په پای کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د غونډې منځپانګه توضېح او وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
