د پوهنې محترم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسېد

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۷
454

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د یو رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو او د ښوونیزو پروګرامونو له آمرینو سره وکتل.
 همدارنګه د پوهنې محترم وزیر د مزارشریف ښار د ابوذر غفاري او فیض‌عام دیني مدارسو او د باختر او افغان ترک لېسو او دغه راز د بلخ ولسوالۍ د امام بخاري (رضي‌الله‌عنه)، فاروقیه او منبع‌العلوم امام ابو حنیفه (رحمه‌الله‌علیه) مدارسو څخه لیدنه وکړه.
په ورته مهال نوموړي په خپلو خبرو کې مسئولینو ته د الهي احکامو، د نبي کریم (صل‌الله‌علیه‌وسلم) د سنتو او د ا.ا.ا.د عالي مقام د اوامرو د تطبیق سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د ښوونې او روزنې د ودې لپاره جدي هڅې وکړي.
په پام کې ده، چې د پوهنې محترم وزیر به د یاد سفر په ترڅ کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې یو شمېر مهمې تعلیمي پروژې هم پرانیزي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري د هرات ولایت یو بااستعداده ماشوم وستایل شو

د پوهنې وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي حبیب‌الله آغا له لوري، د هرات ولایت یو بااستعداده ماشوم، محمد امیري، چې په ریاضیاتو کې ځانګړې وړتیا لري او په ۸ بېلابېلو ژبو خبرې کولی شي، تشویق او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۰
Background image

د کابل ولایت ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

د کابل ولایت په ښوونیزو ادارو کې د عصري تعلیمي مېتودونو او علمي تدریسي سرچینو کارولو لپاره، د سروبي، شکردره، فرزه او ګلدره ولسوالیو په ښوونځیو کې د صنفي اصولو ښوونکو د مسلکي ظرفیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵۸
Background image

په لوګر ولایت کې د ساینسي علومو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د پوهنیز کیفیت ښه والي په موخه،  د یاد ولایت د ساینس او ​​کمپیوټر مضمونونو ۱۴۰ تنو ښوونکو لپاره د نویو علمي مېتودونو په اړه ۸ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
د یاد. . .

BACK TO NEWS