د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
(له شنبې څخه تر پنجشنبې، د ۱۴۰۵/۴/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې)
د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د کابل ښار په دویمه، پنځمه، شپږمه، اوومه، آتمه، لسمه، دولسمه او شپاړسمه تعلیمي حوزو کې د نویو آمرینو د پېژندګلوۍ غونډې ترسره او د ذکر شویو تعلیمي حوزو له مسوولینو سره د خبرو پرمهال د دعوت او ارشاد د چارو تطبیق، نظم او ډسپلین، د ښوونیز چاپېریال، اخلاقي وضعیت او د سیرت او صورت اړوند موارد وارزول شول او د چارو لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
دغه راز په همدې اوونۍ کې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي فراه، کندهار او ارزګان ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل او په یادو ولایتونو کې یې د دعوت او ارشاد چارې وارزولې او ورسره یې نوي آمرین هم معرفي کړل.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د مرکزي ادارو د یو شمېر کارکوونکو سیرت او صورت هم وارزول شو او هغوی ته د دیني او وظیفوي مسوولیتونو په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.
بل لور ته، د هېواد په کچه د ولایتونو د دعوت او ارشاد ادارو، د ولسوالیو پوهنې امریتونو، امارتي او خصوصي مدارسو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د دعوت او ارشاد نصاب تدریسي بهیر په منظم ډول دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د دعوت او ارشاد ریاست د سالم، منظم او اغېزمن ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو، د دیني او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا او د تعلیمي چارو لا ښه تنظیم لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
