په کابل ښار کې د یوه دارالعلوم د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه (رحمةاللهعلیه) عالي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د ازموینو په بهیر کې د روڼتیا د تامین له امله د یاد دارالعلوم له مسوولینو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او له طلابو یې وغوښتل چې خپل وخت په ښه توګه مدیریت او ازموینو ته پر خپل وخت پاملرنه وکړي.
