د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د سمنګان ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۲۰
hhhd

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال، د کلیدي څانګو آمرینو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ته ښه راغلاست ووایه او د دعوت او ارشاد ریاست د پلانونو د پلي کولو لنډ راپور یې پلاوي ته وړاندې کړ.

ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه له علماءکرامو او د پوهنې له مسئولينو سره کتنه او د دعوت او ارشاد د نصاب له پلي کېدو څخه څارنه وبلله.

همدارنګه نوموړي په اسلامي او اخلاقي اصولو باندې د ټينګار ترڅنګ، له مسئولينو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې خپل سلوک او ويناء د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له سيرت او سنتو سره برابره کړي، تر څو د زده کونکو په شمول د نورو لپاره یو ښه مثال وي.

له بلې خوا د سمنګان ولایت پوهنې مسئولینو د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو کړنلارو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS