د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د سمنګان ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
Sat, Nov 16 2024 1:20 PM
hhhd

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال، د کلیدي څانګو آمرینو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ته ښه راغلاست ووایه او د دعوت او ارشاد ریاست د پلانونو د پلي کولو لنډ راپور یې پلاوي ته وړاندې کړ.

ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه له علماءکرامو او د پوهنې له مسئولينو سره کتنه او د دعوت او ارشاد د نصاب له پلي کېدو څخه څارنه وبلله.

همدارنګه نوموړي په اسلامي او اخلاقي اصولو باندې د ټينګار ترڅنګ، له مسئولينو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې خپل سلوک او ويناء د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له سيرت او سنتو سره برابره کړي، تر څو د زده کونکو په شمول د نورو لپاره یو ښه مثال وي.

له بلې خوا د سمنګان ولایت پوهنې مسئولینو د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو کړنلارو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS