د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لوړپوړي پلاوي د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۴:۰
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی، د اسلامي زده کړو د بنسټونو او مدارسو د وضعیت ارزونې په موخه، پنجشېر ولایت ته سفر وکړ.
د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس له مشرتابه پلاوي سره یو ځای په هغه غونډه کې برخه واخیسته، چې پکې د پنجشېر ولایت پوهنې مسئولینو، د یو شمېر خصوصي دیني مدارسو استادانو، دیني عالمانو او دخلکو استازو ګډون درلود.
نوموړي د ديني زده کړو د بنسټونو او مدارسو په برخه  کې د پوهنې وزارت د کړنلارې او پالیسۍ په تړاو ګډون والو ته معلومات ورکړل او د هېواد د بچیانو لپاره يې د زده کړو په برخه کې د لازياتو آسانتياوو په برابرولو ټينګار وکړ.                                                                                                                       همدارنګه نوموړي په دې کتنه کې د مدارسو د خالي بستونو ډکولو او د ګمارنې پروسې په اړه د وضاحت په ترڅ کې، د پوهنې رياست له رهبرۍ څخه وغوښتل، چې ياده پروسه په رڼه ډول او له هر ډول اړيکو پرته پلې کړي.
ورپسې د پنجشېر ولايت پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر الحاج مولوي مطيع الله جواد، یاد ولايت ته د اسلامي زده کړو معینیت د لوړپوړي پلاوي ورتګ یو نېک ګام وباله .
دغه راز نوموړي په یاد ولايت کې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کموالی له سترو ننګونو څخه وبلل او په دې برخه کې یې د پوهنې له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS