د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لوړپوړي پلاوي د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی، د اسلامي زده کړو د بنسټونو او مدارسو د وضعیت ارزونې په موخه، پنجشېر ولایت ته سفر وکړ.
د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس له مشرتابه پلاوي سره یو ځای په هغه غونډه کې برخه واخیسته، چې پکې د پنجشېر ولایت پوهنې مسئولینو، د یو شمېر خصوصي دیني مدارسو استادانو، دیني عالمانو او دخلکو استازو ګډون درلود.
نوموړي د ديني زده کړو د بنسټونو او مدارسو په برخه کې د پوهنې وزارت د کړنلارې او پالیسۍ په تړاو ګډون والو ته معلومات ورکړل او د هېواد د بچیانو لپاره يې د زده کړو په برخه کې د لازياتو آسانتياوو په برابرولو ټينګار وکړ. همدارنګه نوموړي په دې کتنه کې د مدارسو د خالي بستونو ډکولو او د ګمارنې پروسې په اړه د وضاحت په ترڅ کې، د پوهنې رياست له رهبرۍ څخه وغوښتل، چې ياده پروسه په رڼه ډول او له هر ډول اړيکو پرته پلې کړي.
ورپسې د پنجشېر ولايت پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر الحاج مولوي مطيع الله جواد، یاد ولايت ته د اسلامي زده کړو معینیت د لوړپوړي پلاوي ورتګ یو نېک ګام وباله .
دغه راز نوموړي په یاد ولايت کې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کموالی له سترو ننګونو څخه وبلل او په دې برخه کې یې د پوهنې له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
