د مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې له کړنو انعکاس

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۲۸
65

پکتیکا

د پکتیکا ولایت ارګون ولسولۍ اړوند د ابو هریره(رضي الله عنه) دارالعلوم له لویې دورې څخه ۵ تنه، له وړې دورې ۱۰ تنه، د قرآن کریم د حفظ دورې څخه ۱۳ تنه زده کوونکي فارغ شول او د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو، مشرانو او د خلکو استازو ګډون درلود، د یاد ولایت پوهنې ریاست مشرتابه له لوري په ډاليو او ستاینلیکونو وویاړل شول.

کابل ښار پوهنې ریاست

د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د دوو لېسو لپاره په سولر سیستم سبمالې دوه څاه ګانې وکیندلې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د کابل ښار پوهنې رئیس او یو شمېر مسئولینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د یادې ټولنې له مرستې مننه وکړه او د نورو ښوونیزو ادارو لپاره یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست او د پلټنې عالي ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني او د پلټنې عالي ادارې رئیس مولوي عبدالاحد قیومي د یاد ولایت د پوهنې چارو لاښه والي په موخه، د دوه اړخیزه همکاریو او لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

پکتیا

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد تر څارنې لاندې د سیمه ییزو ادارو او مرستندویه بنسټونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.

د غونډې ګډون والو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات ورکړل.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت مرکزي دارالاېتام د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه، د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

همدارنګه نوموړي د مسئولینو او ښوونکو له هڅو مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS