د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو خلقه څاه وکیندل شو.
د مسوولینو په وینا، یاد څاه چې شاوخوا ۱۲۰ متره ژور دى، له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو ته یې د صحي اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې او د ښوونځي د زرغون چاپېریال په رامنځته کولو کې یې هم مرسته کړې ده.
