د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه
د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي ادارې په ملاتړ جوړه شوې وه.
د يادې سیالۍ له پایلو وروسته به غوره زده کوونکو ته جایزې او ډالۍ ورکړل شي.
د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ۲۰ بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو لپاره د پوهنې ریاست څارندویانو لخوا د نشه يي توکو د زیانونو او نورو اړوندو خطرونو په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې.
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ یو تن معارف دوست محمد یحیی رحمانزي د زاهدآباد کلي د لېسې د زده کوونکو او کارکوونکو د موټرسایکلونو او بایسکلونو درولو لپاره په ۸۰ زره افغانۍ لګښت سره، چې ۲۰ متره اوږد او ۴ متره پلن دی، سیوری/ سايه بان جوړ کړی دی.
