د خوست او پروان ولایتونو پوهنې رئیسانو د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۵۱
21

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د خوست ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي فیض الله جمال حقاني او د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي سره په جلا جلا غونډو کې، د یادو ولایتونو د تعلیمي پرمختګ او ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د اسلامي زده کړو معین د یادو ولایتونو د پوهنې رئیسانو له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د هغوی ستونزې او ننګونې به حل کړي.

په پای کې یادو رئیسانو د اسلامي زده کړو معین څخه د دوی سره د لیدنې له امله مننه وکړه او هر یو په جلا توګه ډاډ ورکړ چې دوی به د تعلیمي سیسټم لاودې په لور له هېځ راز هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS