د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځې په ویاړ

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۱:۵۳
د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځې په ویاړ

 

پوهنې وزارت ته اوه تنه ممتاز زده کوونکې وروپيژندل شول!
د ننګرهار د پوهنې ریاست د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه او د پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم د ټاکل شوې کمیټې تر لارښوونې او څارنې لاندې اوه تنه د لوړو نمرو تر لاسه کوونکې زده کونکي پوهنې وزارت ته وروپېژندل شول.
د یاده ولو وړ ده، چې لومړی د جلال اباد ښار او دوه ویشت ولسوالیو دښوونځیو څخه دوه ویشت تنه ممتاز زده کوونکي پوهنې ریاست ته معرفې، چې وروسته له یادو زده کوونکو د ګمارل شوې ګمیټې په حضور کې ازموینه واخیستل شوه او په شفاف ‌‌‌‌‌‌ډول اوه تنه د لوړو نمرو تر لاسه کوونکې زده کونکي پوهنې وزارت ته وروپېژندل شول.
همدارنګه د ټولو ولایتونوله بریالي شوو ممتازو زده کوونکو څخه به په کابل کې بیا ازموینه اخیستل کیږي او سل ممتازو زده کوونکو ته به د خپلواکۍ د سلمې کلیز په ویاړ د ولسمشر له خوا جایزې ورکول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS