د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
فقب

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته یې د یادو ازموینو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د پوهنې وزارت محترم معین له ازموینې څخه د څارنې پر مهال په خپلو څرګندونو کې وویل: (هر عمل هغه مهال د الله تعالی په دربار کې منظور وي، کله چې په اخلاص، معیار او لوړ کیفیت ترسره شي. 
نوموړي زیاته کړه چې پوهنه د ټولنې د ریښتینې ودې بنسټ ده او معیاري زده‌کړې د روښانه راتلونکي ضمانت ګڼل کېږي. 
د پوهنې محترم معین ټینګار وکړ چې یاد وزارت د هېواد د نوي نسل لپاره د لوړ کیفیت زده‌کړو برابرولو په برخه کې بشپړه ژمنتیا لري او زده‌کوونکي باید خپلې زده‌کړې په جديت تعقیب کړي. 
دغه راز نوموړي ټولو ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ چې ازموینې په بشپړه روڼتیا، امانت‌دارۍ او عادلانه فضا کې ترسره کېږي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ مولوي محمد طاووس طارق، رهبرۍ، مرکزي رئیسانو او مسئولینو د کابل ښار په بېلابېلو محلونو کې د پورته ذکر شویو ازموینو لړۍ له نږدې وارزوله او د هغو پایلې یې مثبتې وارزولې.
یاده دې وي چې، پورته ذکر شوې معیاري ازموینې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې پیل شوې، چې نن په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS