د پوهنې وزارت مالي او اداري معین له لوري په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۳۴
5151

د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ اړوند پایان‌شهر لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې یې د دوو ملي سوداګرو په ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مالي ملاتړ د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د ياد ولايت پوهنې ریاست مسوولینو، علماءکرامو، سوداګرو او سیمه‌ییزو خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت محترم معين د یاد ښوونځي جوړولو په برخه کې د پورته ذکر شويو سوداګرو له همکارۍ او ونډې اخیستنې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ښوونځیو په جوړولو کې د وقف او ولسي مشارکت دود یو شرعي او ارزښتناک اصل دی او د پوهنې د پراختیا په موخه باید لا پیاوړی او عام شي.
د یادونې وړ ده، چې په نوې ودانۍ کې ۱۰ درسي ټولګي، یوه لابراتوارخونه، ګدام، تشنابونه او د څښاک پاکې اوبه شاملې دي، چې د سلګونو زده‌کوونکو لپاره یې مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۸
Background image

په لوګر کې له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت په مرکز کې له جمهوریت لېسې سره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي محمد رومل له لوري شاوخوا ۲ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وشوه.
 د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د طبیعي علومو د برخې ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پوهنې ریاست مسوولینو دغه روزنیز پروګرام اغېزمن وباله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

په سمنګان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د ښوونې او روزنې د ملاتړ په موخه، د سمنګان ولایت مرکز ګل‌قشلاق لېسې د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي جمشید پهلوان له لوري ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS