په بلخ ولایت کې د ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو
د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د طبیعي علومو د برخې ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پوهنې ریاست مسوولینو دغه روزنیز پروګرام اغېزمن وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې زدهکړې په ښوونځیو کې په عملي توګه پلي کړي.
