د پوهنې وزارت مالي او اداري معین له لوري په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ اړوند پایانشهر لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې یې د دوو ملي سوداګرو په ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مالي ملاتړ د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل، د ياد ولايت پوهنې ریاست مسوولینو، علماءکرامو، سوداګرو او سیمهییزو خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت محترم معين د یاد ښوونځي جوړولو په برخه کې د پورته ذکر شويو سوداګرو له همکارۍ او ونډې اخیستنې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ښوونځیو په جوړولو کې د وقف او ولسي مشارکت دود یو شرعي او ارزښتناک اصل دی او د پوهنې د پراختیا په موخه باید لا پیاوړی او عام شي.
د یادونې وړ ده، چې په نوې ودانۍ کې ۱۰ درسي ټولګي، یوه لابراتوارخونه، ګدام، تشنابونه او د څښاک پاکې اوبه شاملې دي، چې د سلګونو زدهکوونکو لپاره یې مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی دی.
