رسنيز بلنليک
ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست او ساینس مرکز مؤلفانو او علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې او روزنې پوهنتونونو او همدارنګه د علومو اکاډمۍ د استازو په حضور کې، د عمومي زده کړو له اووم څخه تر نهم ټولګیو د ریاضي او ساینس درسي کتابونو د مسودې منځپانګې په اړه د نظرغوښتنې علمي غونډه د شپږو ورځو لپاره ترسره شي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ ق نېټه، شنبې ورځ، چې د ۱۴۰۵ ل. کال د زمري/اسد میاشتې له ۳مې نېټې سره سمون لري، د سهار۸:۳۰ بجې؛
پته: کارته چهار، د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین په انګړ کې، د کابل پوهنتون دروازې ته مخامخ، د پوهنې وزارت ساینس مرکز تالار؛
د رسنیو له درنو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، ترڅو د یادې علمي غونډې په خبري پوښښ کې زمونږ سره همکاري وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۷۶۶۰۷۲۱۸۹ او ۰۷۷۶۰۷۳۳۲۲
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
