د کتاب ډالۍ په ټولنه کې د هر وګړی دنده ده
د عمرا خان لیسي زده کوونکو (۲۴۵۳) ټوکه درسي کتابونه د کورونو راټول کړي
دکنړ ولایت د اسد آباد ښار اړوند د عمرا خان لیسي ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې وزارت په هدایت او دکنړ ولایت د پوهنې ریاست په هلو ځلو د کور په کور د کتابونو د را ټولولو کمپاین په ترڅ کې (۲۴۵۳) ټوکه درسي کتابونه دکورونو راټول کړي.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله دعمرا خان لیسې په انګړ کې جوړه شوه وه، د کنړ پوهنې رییس د کتاب د ساتنې، لوستنې او ارزښت په اړوند لنډه وينا وکړه او د عمراخان لېسه یی د کتابونو په ټوله ولو کې تر ټولو پياوړې او فعاله وګڼله او زیاته یی کړه، چې د درسي کتابونو د راټول کمپاین به دکنړ ولایت په مرکز او ولسواليو کې دوام لري او د پوهنې وزارت هدايت به انشاالله په ډېر ښه ډول عملي کېږي.
په یادو (۲۴۵۳) ټوکه کتابونو کې د اول ټولګي نه تر دولسم ټولګي پوري درسي کتابونه شامل دي، چي د یادې لیسې و زده کوونکو ته و ویشل شوه.
