پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
5256

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي بستونو ډکول زموږ د زده‌کوونکو راتلونکې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
 نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي دغه بستونه د مسلکي، وړ او بااستعداده کسانو له لارې ډک کړي، ترڅو د زده‌کړو کیفیت لا پیاوړی او زده‌کوونکي له معیاري او اغېزمنې زده‌کړې برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS