پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي بستونو ډکول زموږ د زدهکوونکو راتلونکې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي دغه بستونه د مسلکي، وړ او بااستعداده کسانو له لارې ډک کړي، ترڅو د زدهکړو کیفیت لا پیاوړی او زدهکوونکي له معیاري او اغېزمنې زدهکړې برخمن شي.
