په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له مرستو څخه به تمویل شي.
د ښوونځي دغه نوې ودانۍ به څلور درسي ټولګي او نورې اړین ملحقات ولري، چې په جوړېدو سره به یې لسګونو زدهکوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
