د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ «ګلخانې»کډوالو ښارګوټي کې د بېرته راستنېدونکو ماشومانو لپاره د نوې ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۰
بفل

د یاد ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د کابل ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب او د شکردرې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښوده. دغه پروژه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پلې کېږي.
په ياده پروژه کې د شپږ درسي ټولګیو لرونکې ودانۍ او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې دي.
د کابل ولایت پوهنې رئیس د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې د پوهنې له همکارو بنسټونو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د ټولو ماشومانو، په ځانګړي ډول ملک ته د راستنو شویو د اولادونو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول د پوهنې وزارت له مهمو مسوولیتونو څخه دي او هڅه کېږي چې د هېواد ټولو ماشومانو ته سالم او معیاري تعلیمي چاپېريال برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت او د افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د یاد وزارت د یو شمېر معینانو او مرکزي رئیسانو په حضور کې لاسلیک شي.

وخت: د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۳
Background image

د افغانستان اسلامي ا/مارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم مولوي عبدالحق حقاني د میدان وردګ ولایت د پوهنې د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه

نوموړى د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت محترم معین، الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري په یوه غونډه کې د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس په توګه معرفي شو.
د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۰
Background image

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ «ګلخانې»کډوالو ښارګوټي کې د بېرته راستنېدونکو ماشومانو لپاره د نوې ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د یاد ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د کابل ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب او د شکردرې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښوده. دغه پروژه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په. . .

BACK TO NEWS