د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ «ګلخانې»کډوالو ښارګوټي کې د بېرته راستنېدونکو ماشومانو لپاره د نوې ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د یاد ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د کابل ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب او د شکردرې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښوده. دغه پروژه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پلې کېږي.
په ياده پروژه کې د شپږ درسي ټولګیو لرونکې ودانۍ او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې دي.
د کابل ولایت پوهنې رئیس د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې د پوهنې له همکارو بنسټونو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د ټولو ماشومانو، په ځانګړي ډول ملک ته د راستنو شویو د اولادونو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول د پوهنې وزارت له مهمو مسوولیتونو څخه دي او هڅه کېږي چې د هېواد ټولو ماشومانو ته سالم او معیاري تعلیمي چاپېريال برابر شي.
