د افغانستان اسلامي ا/مارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم مولوي عبدالحق حقاني د میدان وردګ ولایت د پوهنې د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۳
ثقفغث

نوموړى د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت محترم معین، الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري په یوه غونډه کې د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس په توګه معرفي شو.
د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت محترم معین په یادو مراسمو کې وویل، بدلون او تبدیل د ښې حکومتولۍ له اساسي اصولو څخه دي او د پوهنې برخه هم باید د وړ او تجربه‌لرونکو کسانو له لوري په ښه ډول مدیریت شي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان خلکو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او اوس مسوولین مکلف دي چې د پوهنې په برخه کې هم خلکو ته صادقانه او اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.
ورپسې د میدان وردګ ولایت د پوهنې نوې رئیس په خپلو خبرو کې د مشرتابه له باور  څخه مننه وکړه او د پوهنې مسوولیت یې ستر او دروند وباله.
نوموړي د چارو لا ښه پرمخ وړلو لپاره د پوهنې ریاست له کارکوونکو او ولایتي ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS