د پروان ښوونکو ته دو لس ورځنى وركشاپ جوړ شو
د پروان ولایت د مرکز اړوند ښوونځیو۱۲۰ تنو ښوونکو ته دولس ورځنۍ ورکشاپ د میر علی احمد شهید، تجربوی او د بی بی حفصه په لیسو كې پيل شو .
نوموړي ورکشاپ دپوهنې رياست په همكاري او افرن موسسي په مالي لګښت په لاره اچول شوى چې داصول صنفي او لومړنې دوري ۱۲۰ تنو ښوونکو پکې ګدون كړى، چې ۱۲ورځې به دوام وكړي او ګډونوالو ته به د ماشومانو ته د ژوند کول آداب ، د مفاهمي او تفهیم زده کول او نورګڼ شمیر موضوعات هم ورښودل كيږي.
دیادونې وړده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوی روزنې د اصولو له اړخه مثبتی اغیزې وشیندې.
